کابل باختر د لړم دولسمه :
دامنيتي ځواکونو دپرونيو ګډو عملياتو په بهيرکې شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، تخار ، کندز ، بدخشان ، قندهار ، روزګان ، لوګر ، غزني، پکتيا او دهلمند دولايتونو په مربوطات کې ترسره کړل چې له امله يې شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان وژل شوي څلور تنه ټپيان او ددغې ډلې درې تنه نور طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ