کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
شپږ تنه ډاراچوونګي په کونړ ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول.
دغه ډاراچوونکي تېره شپه په ناړۍ ولسوالۍ کې دپوځيانو په بريدونو کې ووژل شول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د پوځيانو په يرغل کې د وسله والو ډاراچوونکو شپږ تنه وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې، د دغه بريد له امله د طالبانو پټنځي هم ويجاړ شوي دي.
د يوبل خبرله مخې ؛ په کونړ ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار اووه ماينونه د دغه ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف اوشنډکړل. پاى سعيده ذ