امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي په لوګر کې ونيول شول .

-کابل باختر د لړم  نهمه :
شپږ تنه ډار اچوونکي په لوګر ولايت کې دځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شول .
  په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دبره کي برک په ولسوالۍ  کې  دکوماندو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم  دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ونيول شول او پوځيانو دهغوى يوه قرارګاه ،دجنګي وسايلو له يوې ډيپو سره دړې وړې کړه .
ويل کيږي چې په دغوعملياتو کې دکوماندو ځواکونو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته