امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي په قندهار او زابل کې ووژل شول .

-کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دقندهار او زابل دولايتونوپه مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې شپږ تنه  ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې  په خپرولو سره ويلي دي چې امنيتي ځواکونو دقندهار ولايت دشاولي کوټ ولسوالۍ په زنګيان کلي او دزابل ولايت دنوبهار ، ميزان او شملزو دولسواليو په مربوطاتو کې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول اوديارلس تنه نور ټپيان شول
دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله او ددرندو وسلو مهمات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي او دوسايطو  ضد درې ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته