شپږ تنه ډار اچوونکي په بغلان کې ونيول شول
کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : شپږ تنه ډاراچوونکي پرون له وسلو سره يې په بغلان ولايت کې ونيول شول . د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کوماندو د ځواکونوپه عملياتو کې ونيول شول. ده زياته کړه: په دغو عملياتو کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوآباد او د خوستيانو کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي. پاىج ذ