امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
امنيتي ځواکونوپرون  دامنيتي  فعاليتونوپه بهير کې  شپږ تنه ډاراچوونکي ووژل .  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو دخوست ، ننګرهار ، او دپکتيکا ولايتونو په مربوطاتو کې يولړ امنيتي  فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول پنځلس تنه ټپيان او پنځوس تنه نور يې  دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دکونړ ، قندهار او دهرات ولايتونو په مربوطاتو کې دولس ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته