امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دمرغومي  نوولسمه :
د الماس – ٣٦ ګډ چاڼيز عمليات د يوه سرګروپ په ګډون د يوولسو تنو ډار اچوونکو په مرګ ژوبلې او د دوو تنو ډار اچوونکو په نيولو سره پاى ته ورسيدل .
د٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د الماس – ٣٦ په نامه ګډ چاڼيز عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو، سيمه ئيزو پوليسو او د ملي امنيت د ګډو ځواکونو له خوا د لغمان ولايت د مرکز د شمال ختيځ په استقامت د امنيت د تامينولو او د ښه حکومتوالۍ په مقصد د لومړۍ پلې لوا د قوماندانۍ په رهبرۍ پرون سهار پيل شول چې له امله يې د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ د منګو کلي د اوسيدونکي راز محمد په ګډون شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې د لغمان ولايت د مرکز د شمال ختيځ  د کتل، بصرام،  ميداني او د شهيد بابا کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک او پلټنې ترسره شوې چې له امله يې دوه تنه نيول شوي دي.
د دغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو او په عملياتوکې شاملو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته