کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
په ارزګان ولايت کې پرون په واټ کې دښخ کړي شوي ماين د چاودنې له امله شپږ تنه پوليسان شهيدان شول .
د ارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد اسلم باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو يو رنجر موټر چې د چارچينو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دجنګل له سيمې څخه د ترينکوټ ښارته روان و ، په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله دپوليسو شپږ تنه سر تيري شهيدان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ