شپږ تنه په تخارکې ديو توغندى د لګيدو له امله ټپيان شول
تالقان باختر دوري دمياشتې ١٨ نيټه :
د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي په تخارولايت کې د وسله والو مخالفانو ديوه توغندى د لګيدو له امله ټپيان شول.
دتخار دامنيې قوماندانۍ وياند محمدخليل اسير دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ پرون مازيګر دتخارولايت دخواجه خمار ولسوالۍ په ګورتپه کلي کې د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا يو توغول شوى توغندى داستوګنې په يوه کور ولګيد چې له امله يې د يوه نارينه او پنځو ښځو په ګډون شپږ تنه ټپيان شول.
اسير زياته کړه چې دتالقان د ٢٠٠ بستريز روغتون موظف ډاکتر ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله . پاى سعيده