کابل باختر دوږي پنځمه :
شپږ تنه وسله وال ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له امنيتي مامورانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه طالبان تيره شپه په داسې حال کې چې په موټرسايکل سپاره وو دماڼوګى ولسوالۍ بازار ته څيرمه پرې بريد وشو .
په کونړ کې دپوليسو يوسيمه ئيز قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول .
ويل کېږي په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتي . ديوبل خبرله مخې، په کونړ ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار دکونړ په مربوطاتو کې پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل
ددغې ماين ښخونې په اړوند څو ک نه دى نيول شوى .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل