امنیت

شپږ تنه وسله وال يرغلګر ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال تروريستان په غور ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار په پسابند ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په امنيتي پوستې بريد وکړ .
دغور ولايت دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند شپږ تنه تروريستان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې ددغې امنيتي پوستې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دغور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې نن دماين دچاودنې له امله درې تنه ماشومان ټپيان شول .
دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې ماشومان په سيمه کې په خپلو ماشومانه لوبو بوخت وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته