کابل_ باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢مه
په زابل ولايت کې د ايساف ځواکونو د عملياتو په پايله کې شپږ تنه وسله وال مخالفين وژل شوی او دوه تنه نور یې ژوندي نيول شوي دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وويل چې وړمه شپه د دغه ولايت د شملزيو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې عمليات ترسره شوي چې له امله يې شپږ تنه کورني او بهرني وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دی.#
1 د یوې دقیقې څخه لږ