شپږ تنه وسله وال غله ونيول شول

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٢١ :
دتخار ولايت پوليسو پرون دکندزولايت د خان آباد ولسوالۍ له مربوطاتوڅخه څلور تنه وسله وال غله ونيول.
د تخارولايت دپوليسو ويندوى عبدالخليل اسير باختراژانس ته وويل: دغه غله  چې دکندزولايت د خان اباد ولسوالۍ د چارسوت اوسيدونکي دي، د تخار_  کندز په لويه لاره کې يې د مسافرو د مالونو په لوټولو بوخت وو چې د غلا په وخت کې  دتخار ولايت د پوليسو له خوا ونيول شول.
له نيول شويوکسانو څخه يو کلاشينکوف ،  دوه تومانچې  او يو کرولا موټر هم ترلاسه شوى دى.
دغه راز دتخار ولايت پوليسوپرون دوه تنه غله چې ددغه ولايت  د يوتن اوسيدونکى يو سراچه موټر يې غلا کړي و، د دغه ولايت د اشکمش ولسوالۍ له مربوطاتو څخه نيولي دي.
د يوبل خبرله مخې: د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ د دريمې حوزې پوليسو او د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې دمديريت منسوبينو پرون يو قاتل ونيوه.
دتخارولايت د پوليسو ويندوى وويل چې نيول شوى سړى دوه ورځې مخکې د تالقانو دښار يو تن اوسيدونکى د چړو په ګوزارسره وژلى او له سيمې څخه تښتيدلى  و چې د تالقانو ښار د ذخيرې بڼ له ساحې څخه ونيول شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته