شپږ تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د لړم لومړي:
شپږ تنه وسله وال طالبان  په کندز کې  دپوليسو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او دوه تنه نور يې  ټپيان شول .
دکندز ولايت  دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني  دباختراژانس خبريال ته وويل ، دغه جګړه  تيره شپه  دوسله والو طالبانو  دډلې له خوا ددشت ارچي  ولسوالۍ ته  دنومول شوي  ولسوال ډاکتر حسين  دافرادو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ دامام صاحب ولسوالۍ د تاش ګذر  په ساحه کې  ونښته  چې له امله يې  شپږ تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې نښتې په بهير کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته