کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
دپامير دشلمې فرقې وياند ډګرمن غلام حضرت کريمي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ په يتيم کلي کې دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
کريمي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دغه راز څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
ديو بل خبرله مخې ، دکندز ولايت دچار درې په ولسوالۍ کې دامنيتي حواکونو په کاروان دځانمرګي بريد له امله يو پوليس شهيد او شپږ تنه نور پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ