امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې ووژل شول .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې دملي اردو دځواکونوپه چاڼيزو عمليات کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ. په هغو عملياتو کې چې دتروريستانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دکاپيسا ولايت داله ساى  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول درې تنه ټپيان اويو شمير  نور وسله وال طالبان ونيول شول .
په دغو عملياتو کې دوسايطو ضد شپږ ماينونه ، ددرندو وسلو مهمات اوپوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي او دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونوپه يوبل اقدام کې دوسله والو  طالبانو دډلې يو قوماندان چې په دغې ولسوالۍ کې په زياترو ناامنيو کې  کارنده رول درلود ووژل شو او له ده څخه يوه اندازه وسله ترلاسه شوې ده اويوموټر ويجاړ شوى دى .
دغه راز دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دملي اردودځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ټپيان شول .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته