امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
په کاپيسا ولايت کې پرون د دولتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند همايون رشيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د اله ساى ولسوالۍ د اسکين درې په سيمه کې د دولتي ځواکونو د ګډو عملياتو له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او يو تن بل يې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته