امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغي دويمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان نن په نورستان ولايت کې د افغانستان له سرحدي مامورينو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه د ډيورند د کرښې په اوږدوکې په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو له پاکستان څخه نورستان ته د ننوتو نيت درلود.
د افغانستان د سرحدي پوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ددغه قوماندان د څرګندونو له مخې: په دې جګړه کې چې يو ساعت دوام وکړ؛ د افغانستان سرحدي مامورينو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د افغانستان په ختيځ کې د نورستان ولايت د ډيورند له کرښې سره د درې سوه شلو کيلومترو پولې په لرلو سره د وسله والوطالبانو د ډلې، د دغې ډلې د پاکستاني  جګړه مارانو او د القاعده د غړوپه ګډون د تروريستي ډلو د شتون او فعاليت ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته