امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
  دملي اردو دځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې  دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل، دملي اردو ځواکونو د ناامنو سيمو دپاکولو په مقصد دميدان وردګو ولايت دسيد اباد  او چک  دولسواليو په مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول پنځه تنه ټپيان او يوشمير نور طالبان ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې مهمات ، جنګي وسلې او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې،  دقندهار ولايت  دميوند ولسوالۍ په مربوطاو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه  مهمات او سپک او درانده چنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې،  دهيواد په بيلابيلو ساحو کې دامنيتي ځواکونو دفعاليتونو په بهير کې  دوسايطو ضد شپږ ديرش ماينونه کشف او شنډ کړي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته