امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهار کې له پوځيانوسره په نښتو کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان  په قندهار ولايت کې له پوځيانوسره په نښتو کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو  دغورک ولسوالۍ  بازار ته څيرمه هغه وخت دپوځيانو له خوا ډزې وشوې چې غوښتل يې ددغو پوځيانو  دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي .
  دقندهار ولايت  درسنيو دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ ،  چې دپوځيانو په دغو ډزو کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل  وسله والو طالبانو  په غورک کې  له ماتې او دسر ددرندو زيانونو له زغملو څخه يوه ورځ وروسته  غوښتل چې  په نوي بريد لاس پورې کړي خو له بريد وروسته  دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .
ديادونې وړ ده  چې په غورک ولسوالۍ کې  دوروستيو نښتو او دپوځي عملياتو په بهير کې  پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او څه ناڅه پنځه څلويښت تنه نور ټپيان شوي دي .
او په دغو جګړو کې  دوه تنه ملکيان  شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته