امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر دوږي لسمه : شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول. دغه وسله وال طالبان تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې کله چې د يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو، د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې. د افغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول. ده وويل: وسله وال طالبانو په يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريد وشو. ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى. په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په قندهار ولايت کې پوځيانو د يو لړ چاودنو مخه ونيوله . د يوبل خبرله مخې: امنيتي مامورينو نن سهار د قندهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه پنحه ماينونه کشف او شنډ کړل . تر اوسه پورې د دغه ناکام ماين ښخونې په اړوند څوک نه دي نيول شوي. ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته