امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
په دې بريد کې چې نن سهار  د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د وسله والو طالبانو په پټنځاى ترسره شو اته تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول.
دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې د ملي اردو يوجګپوړی قوماندان باختر آژانس ته وويل چې  د پوځيانو په دې بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته