شپږ تنه وسله وال طالبان په فراه کې په هوايي بريد کې ووژل شول

 کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢نيټه :
په فراه ولايت کې شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه د فراه ښار ته څېرمه د هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
د هېواد په لويديځ کې دملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې نښته کې  د وسله والو طالبانو په ډلې پورې شپږتنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د رپوټونوله مخې: دغه وسله وال طالبان کله چې د يو لړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، پرې هوايي بريدونه وشول .
ويل کيږي په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو دوه پټنځي له ټولو پوځي تجهيزاتوسره يې له منځه وړل شوي دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته