امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۱۹مه
د دوو قوماندانانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان په فراه ولایت کې د پوځیانو په کمین کې ووژل شول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر آژانس خبریال ته وویل چې پوځیانو پرون مازیګر د دښمن د افرادو د ځپلو په خاطر د فراه ښار د ریګي په کلي کې په کمین کې وو چې په نتيجه کې د ملا اخلاق او ملا ابو حذیقه په نومونو د دوو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده څرګنده کړه: په دې پېښه کې درې تنه پولیسان هم ټپیان شول .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته