امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل باختر د زمري لومړي:
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .
د غزني ولايت امنيه قوماندان سمونوال فريد مشعل باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ د چار ديوال په سيمه کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
  ده زياته کړه: په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان او درې تنه امنيتي مسوولين ټپيان شول .
  د يوبل خبرله مخې:
د غزني ولايت امنيه قوماندان وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د زنه خان، اندړو، قره باغ، جغتو، ګيرو، ګيلان او د رشيدانو په ولسواليو او د دغه ولايت  د مرکز د امنيتي او دفاعي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل چې د افغان پوځيانو  له سخت غبرګون سره مخامخ شول او د سر د زيان په زغملو سره وتښتيدل .
  ختم- ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته