کابل باختر دلړم اوولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان نن له غرمې مخکې د دهراوود ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوځيانوله کمين سره مخامخ شول .
په روزګان ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه په موټرسايکل سپاره طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې د سيمه ئيزو پوليسو له خوا پرې ډزې وشوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ