کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
په بدخشان کې دملي پوليسو او دسيمه ئيزو پوليسو دځواکونو په عملياتوکې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.
دبدخشان د والي ويندوى احمد نويد فروتن باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات چې پرون غرمه پيل او ترنيمې شپې پوري روان و؛ له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه عمليات د جرم ولسوالۍ د خستک د دهن آب د ساحې دپاکولو په مقصد ترسره شول چې له امله يې دوه ملي پوليس هم ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: طالبان د سر د زيان په زغملو سره له ساحې څخه تيښتې ته اړ شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ