امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دګډو ځواکونو له خوا په ميدان وردګو ولايت کې ووژل شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى  عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل :  شپږ تنه وسله وال طالبان دافغان او بهرنيو ګډو ځواکونو دعملياتو په بهير کې چې دچک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول  ووژل شول .
خوږياڼۍ زياته کړه ،  ددغو عملياتو په بهير کې يوه ښځه او يو ماشوم هم ټپيان شوي دي او د درملنې لپاره دميدان ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته