امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٩ نيټه  :
شپږ تنه وسله وال طالبان نن په کونړ  ولايت کې  دملي اردو  دځواکونو په کمين کې ووژل شول .
په ختيځ  زون کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس ته وويل ؛   وسله والو طالبانو  کله يې چې غوښتل دکونړ ولايت دمرکز اسعداباد دلويې لارې په تګلوري کې ماين  ښخ کړي د ملي اردو  دځواکونوله خوا پرې بريد وشو چې له امله يې  شپږ تنه ووژل شول.
د هغوى  دغه ماين د ملي اردو دځواکونو لاسته ورغلى دى او په دې پيښه کې دملي اردو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.  پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته