امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختردتلي شپږويشتمه
شپږ تنه وسله وال طالبان  تيره شپه په فارياب ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه دميمنې ښار په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو په کاروان بريد وکړ .
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل  په يرغلګرو هغه وخت دپوځيانو له خوا ډزې وشوې چې ددوى په کاروان باندې يې بريد وکړ .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته