شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې تېره شپه د ناټو د بې پيلوټه جنګي الوتکو په بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د ناټو د بې پيلوټه جنګي الوتکو له خوا د شيګل ولسوالۍ په چوګام ساحه کې ترسره شول چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى وويل: د دغه هوايي بريد له امله په وژل شويوکسانوکې په معاويه مشهور د شريف الله په نامه د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان هم شامل دى.
سيد خيل زياته کړه: په دې پيښه کې وژل شوي کسان ټول پاکستانيان وو چې د پاکستاني طالبانو په تحريک پورې يې اړه درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته