امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دقندهار ولايت په مربوطاتو کې نن دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونودغه عمليات دقندهار ولايت دژيړي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول څلور تنه ټپيان او يوه اندازه وسله اومهمات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته