امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
دملي اردو ځواکونو نن د بدخشان او هرات په ولايتونوکې په دوو جلا جلا عملياتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د ملي اردو د ځواکونوله خوا دبدخشان د جرم او د هرات ولايت د رباط سنګي ولسواليوکې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان په جرم ولسوالۍ کې ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دهرات ولايت په رباط سنګي کې هم درې تنه مخالفين ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته