کابل باختر دکب شپږمه :
دغزني ولايت پوليسو نن څه دپاسه څلورسوه کيلوګرامه اپين ترلاسه کړه او شپږ تنه وسله وال طالبان يې وځپل.
دغزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړورزاهدباخترآژانس ته وويل: پوليسو څلور سوه څلويښت کيلوګرامه اپين چې د مازدا موټر په واسطه له کابل څخه د هرات ولايت ته ليږدول کيدل؛ دمقر ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف او ترلاسه کړل.
يوه اړونده خبرځاى وويل: موټر چلوونکى له ساحې څخه تښتيدلى دى او تر لاسه شوي اپين له موټر سره امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: افغان امنيتي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
د٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا د ويندوى نظيف الله سلطاني دڅرګندونو له مخې: دغه عمليات د اندړو ولسوالۍ د باتا او چارخانه په کليوکې ترسره شول او د وسله والو طالبانو دډلې دوه تنه قوماندانان ملا خير الله او ملا حبيب الله هم په وژل شويو کسانوکې شامل دي .
ويل کيږي په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
0 1 دقیقه لوستل