امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان  تيره شپه په بدخشان  ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او دولس تنه نور يې ټپيان شول .
  جګړه هغه وخت ونښته  چې يوې  ډلې وسله والو طالبانو دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ دپول سوج او ابراغک  په سيموکې  دامنيتي ځواکونو په اډو بريدونه وکړل .
  دبدخشان دوالي ويندوى احمد نويد  فروتن دباختراژانس خبريال ته وويل، په دې نښته کې  چې څه دپاسه  درې ساعته  روانه وه شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او دولس تنه يې ټپيان شول.
فروتن زياته کړه چې وسله والو طالبانو له دريو استقامتونو څخه په دغو اډو بريدونه وکړل او غوښتل  يې چې دغه سيمې ونيسي .
وسله وال طالبان تيره اوونۍ دامنيتي ځواکونو  دعملياتو په بهير کې دجرم ولسوالۍ له زياتروسيمو څخه وشړل شول .
  دبدخشان دوالي ويندوى زياته کړه چې همدا اوس له سيمو څخه دوسله والو طالبانو دشړلو لپاره دامنيتي  ځواکونو  عمليات دوام لري او امنيتي ځواکونه داب خشک  دسيمې په لور دپرمختګ  په لاره کې دي،  داب خشک سيمه دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډيره ستره اډه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته