امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اودولس تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان دکونړ ولايت په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول او دولسو تنه نور يې ټپيان شول
وسله والو طالبانو تيره شپه  دکونړ ولايت په اتو ولسواليو کې دامنيتي ځواکونوپه پوستو بريدونه وکړل .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب  سيدخيل  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې وسله والوطالبانو تيره شپه ددغه ولايت په اتو ولسواليو کې دپوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې دپوليسو دمقاومت او نښتوله امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل او دولس تنه نور يې ټپيان شول
په دغونښتو کې درې تنه امنيتي  ځواکونه هم ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته