شپږ تنه وسله وال طالبان د هېواد په ختيځ کې ووژل شول
کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان د هېواد په ختيځ کې له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه ټيک هغه وخت چې د ډيورنډ کرښې له اخوا څخه غوښتل د پکتيا ولايت ته ننوځي، د سرحدي ځواکونو له خوا ډزې وشوې.
دهېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: د دريو پاکستانيانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان له پاکستان څخه د پکتيکا ولايت ته ننوتل او غوښتل يې په تروريستي بريد لاس پورې کړي.چې زموږ ځواکونو پرې ډزې وکړې او ټولې يې ووژل .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرحدي ځواکونو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم