شپږ تنه وسله وال طالبان او دوه تنه تاجکي سرتيري په تخار کې ووژل شول
کابل باختر دوږي پنځمه :
شپږ تنه طالبان او دتاجکستان دوه تنه سرحدي سرتيري پرون دتخار په درقد ولسوالۍ کې ووژل شول .
دتخار دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان د تاجکستان دهوايي ځواکونو دبې پيلوټه الوتکې دبريد له امله ددرقد په ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې طالبانو غوښتل جنګي وسايل دتاجکستان او دتخار ددرقد ولسوالۍ ترمنځ ديوه ګد ځنګل له لارې دغه هېواد ته قاچاق کړي .
خبرځاي زياته کړه چې په دغه بريد کې شپږ تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان او دغه راز په دغه پيښه کې دتاجکستان دوه تنه سرحدي سرتيري ووژل شول .
ختم_ سعيده _ اکرم