امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان او دحقاني دشبکې درې تنه غړي ووژل شول .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په پکتيا ولايت کې دنښتې په بهيرکې ووژل شول.
په دې پيښه کې چې د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه؛ د دغې ډلې درې تنه نورجګړه ماران ټپيان شول.
جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله وال طالبانو د افغان سرتيرو په کاروان بريد وکړ.
دپکتيا ولايت دعملياتي قوماندانۍ مرستيال باختر آژانس ته وويل: په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې جګړه کې افغان سرتيروته زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي چې افغان سرتيرو د دغې نښتې په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي .
له بله پلوه د حقاني د شبکې درې تنه غړي دافغان ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
په پکتيا ولايت کې د اردو يو ويندوى وايي: دحقاني شبکې په دغو غړو کله چې دخوست ښارته څېرمه په خپل پټنځي کې د يو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و؛ بريد وشو او ووژل شول .
د را رسيدلو رپوټونو له مخې : د اردو سرتيرو دحقاني شبکې ددغو غړو په پتنځي کې څو ميله سپکې او درندې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته