امنیت

شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول .

کابل باختر د وري اته ويشتمه : شپږ تنه ملکي وګړي نن سهار په فيروز کوه ښار کې په يوه بريد کې ووژل شول . د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد اقبال نظامي باختراژانس ته وويل يو مسافر وړونکى فلانکوچ موټر کله چې له هرات ولايت څخه دغور ولايت ته روان و دفيروزکوه ښار د بره خانې په سيمه کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو چې په نتيجه کې د موټر شپږ تنه سپرلۍ ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول . خبرځاى زياته کړه تراوسه پورې د دغې پيښې علت او عاملين معلوم نه دي او په دې باب دپوليسو پلټنې پيل شوي دي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته