شپږ تنه مشکوک کسان په پل علم کې ونيول شول
کابل باختر د کب دمياشتې ٢٩ :
دلوګر ولايت دمرکز پل علم په مربوطاتو کې دسپردعملياتوپه بهيرکې شپږ تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دلوګردوالي وياند سليم صالح دباخترآژانس خبريال ته وويل: دسپرعمليات پرون دپل علم ښار په څو کليو کې پيل شوي دي او تراوسه پورې په دغو عملياتو کې شپږ تنه مشکوک کسان نيول شوي دي او دهاوان ٨٨ ماينونه ، يوکلاشينکوف ، څلور لاسي بمونه ، يو موټرسايکل ، يو لاسي بم او يوه تومانچه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .