امنیت

شپږ تنه مخالفين او يو پوليس ووژل شول

زرنج باختر د وري ٢٠ مــــــــه

دنيمروز ولايت په مربوطاتوکې تيره شپه د افغان او ناټو دځواکونو دعملياتو له امله ددولت شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

باختر اژانس ته د نيمروز ولايت د امنيې قو ماندانۍ داوپراتيفى همغږي د ګروپ د مسوول جنرال خليل الله جمشيدي دڅرګندونو له مخې دغه عمليات ددغه ولايت دخاش ولسوالۍ دديوالک په کلي کې ترسره شول چې له ا مله يې ددولت شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

 ديوبل خبر له مخې دنيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې تيره شپه دپو ليسو او د وسله والو مخالفينو ترمنځ دنښتې له امله يو ملي پوليس ووژل شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته