شپږ تنه ماين ښخوونکي په هلمند ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان پرون کله يې چې غوښتل دموسى قلعه ولسوالۍ په توغي کلي کې ماين ښخ کړي د پوليسو له خوا ونيول شول .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل: دغه کسان دپوليسو له خوا په عملياتوکې کله چې په ماين ښخولو بوخت و ، ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل يو نيول شوي سړى شايسته ګل نوميږي چې په موسى قلعه کې دماين ښخولو د څو پيښو مسوول دى.
ده په ماين جوړولو کې مهارت درلود او په پاکستان کې يې زده کړى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل : له نيول شويو کسانو څخه دوه ماينونه يوه اندازه چاوديدونکي توکي يو کلاشينکوف او يوه اندازه مهمات هم دپوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلى دى .
0 1 دقیقه لوستل