شپږ تنه غير مسوول وسله وال کسان په باميانو کې ونيول شول .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
شپږ تنه  غير مسوول وسله وال کسان  له يوې اندازې مهماتو سره  په باميانو ولايت کې ونيول شول .
  دباميانو ولايت  سيمه ئيز مقامات وايي چې امنيتي ځواکونو  ددغه ولايت  د شيبر ولسوالۍ  په يوه اړونده سيمه کې  دعملياتوپه بهير کې دغه کسان نيولي دي .
  دباميانو والي  محمد  طاهرظهير  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه شپږ تنه  چې په يوه  کرولا موټر کې سپاره و   دپوليسو له خوا  لټول کيدل  او په دغه موټر کې  د کلاشينکوف  او زيکو يو  يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي .
ظهير وويل  اوس څيړنه کيږي  چې دغه کسان  په کومې ډلې پورې اړه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته