کابل = باختر دوږي دمياشتې ٢٦
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول .
په دې نښته کې نهه تنه نور طالبان ټپيان شول .
دکندز ولايت د امنيې قوماندان ويندوى سيد سرور حسيني باختر آژانس ته وويل : دغه نښته د امام صاحب ولسوالۍ د پل مدير او سه کبرک په امنيتي پوستو د طالبانو له بريد وروسته وشوه چې په بهيرکې يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول.
حسيني زياته کړه: په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى او د طالبانو شپږ ميله وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ