امنیت

شپږ تنه طالبان په پکتيکا کې ووژل شول

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٤ :
په هغو عملياتوکې چې څلور ورځې مخکې د نويد په نامه په پکتيکا ولايت کې پيل شوي؛  تر اوسه پورې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دپکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان دباختر آژانس خبريال ته وويل:
دغه عمليات د د انتخاباتو په درشل کې د امنيت د تامينولو په مقصد د ملي پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت  د ځواکونو له خوا د نويد په نامه ددغه ولايت په ځينو نا امنو سيموکې پيل  شوي دي.
د يوه اړونده خبرځاى د خبر مخې: په دغو عملياتوکې چې رهبري يې د ملي اردو د ځواکونو په  غاړه ده؛ تراوسه پورې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او درې تنه نورټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته