امنیت

شپږ تنه طالبان په نورستا کې ووژل شول

کابل باختر دلړم ديارلسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په نورستان ولايت له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
  په ختيځ زون کې د پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغه جګړه  پرون هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د پارون ښار ته څېرمه د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ چې د پوځيانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
ويل کيږي په وژل شويو طالبانوکې دوه تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي.
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته