شپږ تنه طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
شپږ تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې له پوځيانو سره د جګړى په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار د د هراوود – ترينکوټ ښار په عمومي واټ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو په کاروان بريد وکړ.
د ارزګان ولايت د د هراوود ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى. خو يو عيني شاهد وايي: د دغې نښتې په بهيرکې طالبانو په ملکي وګړو ډزې وکړې چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ويل کيږي له دغې نښتې وروسته پوځيانو د وسله والو طالبانو يو شمېر سپکې او درندې وسلې ترلاسه کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته