شپږ تنه طالبان ووژل شول او لس تنه نور ونيول شول .

کابل باختر د ثور يوولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان دهيواد په ځينو برخو کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، افغان امنيتي ځواکونو په تيروڅليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ،بغلان ، بلخ ، زابل ، ارزګان ، لوګر، غزني او دپکتيکا دولايتونوپه مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول  ، يوطالب ټپي او لس تنه نور ونيول شول .
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې ددښمن دوسايطو ضد دولس ماينونه ، درې کلاشينکوفونه ، دوه تومانچې  ، پوځي تجهيزات او يو موټرسايکل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې ،  دملي پوليسو منسوبينو دوسايطو ضد اووه ماينونه  چې وسله والو مخالفينو نوي  دپکتيا او قندهار دولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړي وو کشف اوشنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته