شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول .
کابل باخترد کب دمياشتې ٢٩:
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي په دغه ولايت کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول.
دننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باختر اژانس ته وویل چې پوليسو د دغه ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې درې تنه د لرګيو د قاچاق،د شیرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې یو تن د قتل او د جلال اباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه تنه د غلا په تور نیولي دي .